ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Feb 2017 - 14:41
اروزګان کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Feb 2017 - 14:41

ترينکوټ (پژواک، ٤ کب ٩٥): په اروزګان ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ماشومانو د هاوان يوه زړه سرګلوله پيدا کړې وه او بيا يې په کور کې ورسره لوبې کولې چې پرې چاودېدلې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې ډېرى يې ماشومان دي.

د ګيزاب پخواني ولسوال عبدالله هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې په وژل شوو کې يو سپين ږیرى او دوه ماشومان او په ټپيانو کې څلور ماشومان شامل دي.

دى وايي چې ټپيان ځايي کلينيک ته لېږدول شوي خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.