ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Feb 2017 - 16:15
اروزګان کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Feb 2017 - 16:15

ترينکوټ (پژواک، ٤ کب ٩٥): د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې نښتې په ترڅ کې ٩ پوليسو او ٢٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره شپه يو ځل بيا د ترينکوټ ښار اړوند د شا منصور سيمې د وانو پر درېيو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې د پولیسو ټپيان يې د جګړې له سیمې را ایستلي خو جسدونه یې لا هم په سیمه کې پاتې دي.

سنګري وايي چې له مرکز څخه نور مرستندوی پوليس سيمې ته ولېږل شول خو په لاره کې د خنډ له امله نه دي توانېدلي هلته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، د تازه دمي ځواکونو له رسېدو سره سم يې له وسله والو سره نښته کړې چې په پايله کې يې ١٠ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

دى وايي چې اوس په سيمه کې کراري ده او وسله وال تښتېدلي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.