ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار له دوو ولسواليو طالبان ایستل شوي

د تخار له دوو ولسواليو طالبان ایستل شوي

author avatar
22 Feb 2017 - 16:48
د تخار له دوو ولسواليو طالبان ایستل شوي
author avatar
22 Feb 2017 - 16:48

تالقان (پژواک، ٤ کب ٩٥): د تخار امنیتي چارواکي وایي چې د ژمنیو عملیاتو په لړ کې یې د دغه ولایت له ینګي کلا او خواجه بهاالدین ولسوالیو څخه طالبان ایستلي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجاني د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو له شتون څخه د دغه ولایت د نا کرارو ولسوالیو د پاکولو پامیر شپږ عملیات نن سهار پیل شوي دي.

قوماندان وایي: "نن سهار د تخار په ینګي کلا او خواجه بهالدین ولسوالیو کې ژمني عملیات پیل شوي او موږ غواړو چې د طالبانو ټول پټنځایونه له منځه یوسو چې په اوړي کې بیا دغه سیمې کرارې وي. "

د نوموړي په وينا، طالبانو په یادو ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت نه دی کړی او له سیمې پر شا شوي.

دی وایي چې د یادو سیمو طالبان درقد او د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالیو ته تښتېدلي.

د تخار امنیه قوماندان وایي چې د دغو عملیاتو لمنه به د درقد او اشکمش په ګډون نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د خواجه بهالدین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عزیزالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې له دې چې امنیتي ځواکونه سیمې ته راشي، طالبان وتلي وو.

نوموړی وایي چې تر اوسه کوم ډز هم مه دی شوی.

دی زیاتوي چې په دې ولسوالۍ کې هر کال په لسګونو عملیات کېږي خو چې امنیتي ځواکونه له سیمې ووځي طالبان ورته راځي.

خو د تخار امنیه قوماندان وایي چې د سیمې له پاکولو وروسته به په مهمو ځایونو کې امنیتي پوستې جوړې کړي چې ورسره به د نا امنۍ مخه پرې ونیسي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.