کابل (پژواک، ٤ کب ٩٥): د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان له ولسمشر اشرف غني سره د کتنې په ترڅ کې له افغانستان سره پر دوامداره همکاريو ټينګار وکړ.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو له قوماندان جنرال نیکولسن او څو نورو مسوولینو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت د همکارۍ، امنیتي حالت او د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان په اړه بحث وشو.
ولسمشر غني د تخنیکي، مشورې ورکولو او روزنې په برخو کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.
په دې کتنه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان او د هغه بنسټ ټولو مسوولینو له افغانستان سره په دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن