ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنج امو سيندي حوزې مشر خوشى شو

د پنج امو سيندي حوزې مشر خوشى شو

author avatar
22 Feb 2017 - 18:50
د پنج امو سيندي حوزې مشر خوشى شو
author avatar
22 Feb 2017 - 18:50

پلخمري (پژواک، ٤ کب ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د پنج امو سيندي حوزې مشر انجنير محمد نعيم نوابي له خپلو دوو همکارانو سره يو ځاى د وسله والو له زندانه ازاد شوى دى.

د شمال ختيځ زون د پوليسو عمومي قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال وويل چې انجنير محمدنعيم له خپلو همکارانو سره يو ځاى چې د بغلان ولايت له چشمه شېر سيمې څخه څو ورځې وړاندې د وسله والو مخالفينو له لوري تښتول شوى و، نن غرمه د هغوى له زندان خوشى شو.

هغه زياته کړه، د دوى په خوشي کولو کې کومه معامله نه ده شوې، خو د په راخوشي کولو کې يې قومي مشرانو او حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ اوپراتيفي برخې ډېر رول درلود.

د پنج امو سيندي حوزې مشر انجنير محمد نعيم نوابي څلور ورځې وړاندې تښتول شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.