کندوز (پژواک، ٤ کب ٩٥): د کندوز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت د ملکي هوايي ډګر لپاره د يو ميليون او ٤٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت يو معياري ترمينل جوړ شو.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل د دغه ولايت له هوايي ډګر څخه د ليدو پر مهال وويل چې د ياد معياري ترمينل د جوړولو کار څلور کاله وړاندې پيل شوى و او اوسمهال د ١٣٠٠ مسافرو د ځايېدو وړتيا لري.
هغه زياته کړه، ياد ترمينل په ښه اساسي بڼه رغول شوى او يو ميليون او ٤٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى چې ياد لګښتونه د ترانسپورټ وزارت له بوديجې ورکړل شوی دی.
عمرخېل وويل: "موږ يو معياري ډګر ته سخته اړتيا لرو چې له نېکه مرغه د هوايي ډګر د ترمينل کار له څلورو کلونو وروسته بشپړ شو او ډېر ژر به پرانيستل شي او د هوايي ډګر د پراختيا کار هم په معياري ډول دوام لري."
د کندوز د هوايي ډګر امر انور سادات دغه ترمينل د کندوزيانو لپاره يو زېرى وباله او ويې ويل چې د ياد ترمينل په جوړېدو سره مسافرينو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
بلخوا د کندوز د ولايتي شورا مشر امرالدين ولي، د ياد ولايت د هوايي ډګر د ترمينل له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له دولت يې وغوښتل څو د هوايي ډګر پراختيا ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه وويل: "د ياد هوايي ډګر لپاره د ترمينل جوړېدل يوه اړتيا وه او د کندوزيانو يوه عمده ستونزه هم د يوه هوايي ډګر نه شتون دى."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن