کابل (پژواک، ٤ کب ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې يو مازدا ډوله موټر چې له چاودونکو توکو ډک و، د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه يووړل شو.
د کورنيو چارو وزارت له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو پلان درلود چې د دغه موټر په وسیله خونړی بريد ترسره کړي.
سرچينه زياته کړې چې په دغه موټر کې سلګونه کيلوګرامه چاودونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو چې تېره ورځ د غزني د ناوې ولسوالۍ په منصور کلي کې له په نښه کولو وروسته د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د هوايي برید په وسیله له منځه یووړل شو.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په دغه بريد کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي.
په خبرنامه کې زياته شوې چې ملي پوليسو همدارنګه د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د چاڼيزو عمليات په ترڅ کې ٢١ کړۍ ماينونه چې د ترهګرو له لوري د استوګنې په سيمو کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.
د غزني امنيه قوماندان وويل چې په دې اړه خبر نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن