ښرنه (پژواک، ٤ کب ٩٥): د افغانستان د کرکټ بورډ او پکتيکا ولايت مسوولينو له خوا په دغه ولايت کې د کرکټ لوبغالي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل په ښرنه ښار کې د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لوبغالی به د خوست لوبغالي په څېر ورغول شي چې يو ميليون او ٢٠٠ سوه زره امريکايي ډالر لګښت به ولري.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د کرکټ مينه وال ډېر زيات دي او په غوښتنه يې په دغه ولايت کې د کرکـټ لوبغالي د جوړولو کار يې پيل کړ.
د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د پخواني لوبغاړي نوروز منګل، ملي لوبغاړي ميرويس اشرف او نوازخان په ګډون د کرکټ بورډ چارواکو او د پکتيکا والي الياس وحدت او نورو زرګونو مينه وال ګډون کړی و.
د پکتيکا د کرکټ يوه لوبغاړي محمداصف پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرکټ زرګونه مينه وال شته خو د لوبو لپاره مناسبت ځاى نه لري.
هغه پر دې خوښي څرګنده کړه چې د کرکټ بورډ له خوا دلته معياري ميدان جوړېږي، خو له مسوولينو یې غوښتنه وکړه چې د کار سمه څارنه وکړي.
د يو بل خبر له مخې، دغه راز د پکتيکا ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رياست د ودانۍ بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د کار، ټولينزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال لال اريوبي وايي چې پر دې ودانۍ ٢٠٠زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د وزارت له خوا ورکول کېږي.
د يادونې ده، تېره ورځ هم د ۱۲ وزارتونو مرستيالانو دغه ولايت ته د ولسمشر په حکم سفر وکړ او په راتلونکي ۱۳۹۶ لمريز کال کې يې د لسګونو پروژو د پيل ژمنې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن