ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين له کابل پوهنتون سره د ۵۶،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د توکو مرسته وکړه

چين له کابل پوهنتون سره د ۵۶،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د توکو مرسته وکړه

author avatar
22 Feb 2017 - 17:01
چين له کابل پوهنتون سره د ۵۶،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د توکو مرسته وکړه
author avatar
22 Feb 2017 - 17:01

کابل (پژواک، ۴ کب ۹۵): چين د کابل له پوهنتون سره د ۵۶،۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د تدريس، لابراتوار او مېلمستون اړوند توکو مرسته وکړه.

د کابل پوهنتون مشر حميدالله فاروقي پوهنتون ته د دغو توکو د سپارلو په ناسته کې وويل چې په يادو وسايلو کې شاوخوا ۹۰۰ لب ټاپ او ډيسک ټاپ کميپوټرونه، ۴۰ مايکروسکوپونه، ۳۰ پرېنټر (د چاپ ماشينونه)، ۲۰ پروجکټورونه، ۴۰ د کمپيوټر يو پي اېس دستګاوې، ۱۰۰ د ټيلېفون ثابتې دستګاوې، شل د فوتوکاپۍ ماشينونه او ۵زره کتابچې شاملې دې.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو توکو کې د کابل پوهنتون د مېلمستون اړوند وسايل هم شامل دي.

د فاروقي په وينا، تر دې وړاندې د چين د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د چنيايي ژبې د څانګې ودانۍ او د کابل پوهنتون د مېلمستون ودانۍ پر جوړولو ٧ ميليونه امريکايي ډالر لګولي دي.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند په نننۍ ناسته کې د چين له مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې دغه هېواد به په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د چينايي ژبې ډيپارټمنټ د تدريس لپاره يو بله ودانۍ او يو د کنفرانسونو تالار هم جوړ کړي.

خو هغې ونه ويل چې پر دې ودانيو به څومره لګښت راشي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، چين له ۱۳۸۸ تر ۱۳۹۳ کال پورې له کابل پوهنتون سره د ۶۰ ميليونه افغانیو په ارزښت تدريسي، دفتري او لابراتواري توکو مرسته کړې وه.

په افغانستان کې د چين سفير ياوجينګ (Yao Jing) وويل چې افغانستان او چين پخواني دوستانه او ډيپلوماټيکې اړيکې لري چې ښه بېلګه يې د ورېښمو لار ده.

هغه زياته کړه، دا مهال شاوخوا ۸۰۰ افغان زده کوونکي د چين په بېلابېلو پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي او هېواد يې هڅه کوي چې د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره نورې تخنيکي او اکاډميکې مرستې هم وکړي.

د چين سفارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد له افغانستان سره په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳.۶ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې او د روان کال تر پايه به دوه ميليارده چينايي ين مرسته هم وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.