ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه وشوه

بلخ کې د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه وشوه

author avatar
23 Feb 2017 - 15:42
بلخ کې د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه وشوه
author avatar
23 Feb 2017 - 15:42

مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پاکستان د وروستيو راکټي بريدونو په تړاو غبرګون وښودل شو او دغه هېواد یې د ترهګرۍ ملاتړی وباله.

د دغه ولايت د سولې عالی شورا کمېسيون په انګړ کې د کب په ۵مه د بلخ ولايت يو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو پاکستان غلام او ترهګرپال هېواد وباله.

د بلخ قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان محمد رسول زلمي يادې غبرګون غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې پاکستان يو غلام هېواد دی او پر افغانستان د کړو بريدونو موخه يې دغه هېواد ته زيان رسول دي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د جهاد له وختونو پوهېدل چې پاکستان افغانستان ته ښه نيت نه لري.

د هغه په وينا، که چېرې افغان حکومت خپل ولس ته د پاکستان پر خلاف د جګړې امر وکړي، نو ځوانان څه چې سپين ږيري او نجونې به هم په ډېرې خوشالۍ په کې برخه واخلي.

مدني فعال حبيب الله پژواک ته وويل چې پاکستان په هغه اور کې سوځي، کوم چې يې له کلونو وړاندې خپله د افغانستان د سوځولو لپاره بل کړی و.

نوموړي زياته کړه چې له تپل شوي ډيورنډ کرښې له هغې غاړې پر افغانستان د پاکستان د وروستيو بريدونو معنا دا ده چې دغه هېواد نور د ناکامۍ پر ګړنګ ولاړ دی.

د هغه په وينا، افغان حکومت بايد په داسې حالاتو کې له احساساتو نه، بلکې له سمې ډيپلوماسۍ کار واخلي.

حبيب الله وويل چې افغان حکومت بايد په نړيواله کچه کار وکړي چې د پاکستان ترهګرپاله څېره نړيوالو ته بربنډه کړي.

د يادې ناستې په پای کې څو ماديز پرېکړليک ولوستل شو او د پاکستان وروستي بريدونه يې په کلکه وغندل.

په دغه پرېکړليک کې له افغان حکومت څخه غوښتنه شوې وه چې په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې تر څنګ پر پاکستان فشار راوړي چې بريدونه بند کړي.

همداراز له وسله والو طالبانو غوښتل شوي وو چې د ګلبدين حکمتيار په څېر دې له افغان حکومت سره سوله وکړي او د خپل هېواد ساتنې او پرمختګ لپاره دې له حکومت سره يو ځای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.