کابل (پژواک، ٥ کب ٩٥): د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د يوې چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د کب په ٥مه خبر ورکړى چې دا چاودنه نن غرمه مهال د لاهور په ډيفنس سيمه کې په يوه ودانۍ کې شوې ده.
ځايي پوليسو ويلي چې په دې چاودنه کې ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات نور ټپيان دي چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
امنيتي سرچينو زياته کړې چې په چاودنه کې شاوخوا لس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي چې له امله يې نږدې نورو دانيو او ګڼ شمېر موټرو ته هم زيان اوښتی دی.
راپورونه وايي چې تر چاودنې وروسته د پوځ سرتېري او پوليس سيمه کلابنده کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم په لاهور کې د يوه ځانمرګي بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
وروسته له هغه چې پاکستاني طالبانو په دغه هېواد کې د پسرلنيو عملياتو پيلولو اعلان کړى چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د پاکستان په څلورو ايالتونو کې چاودنو او ځانمرګو بريدونو زور اخيستى چې له امله يې تر ١٢٠ زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
پاکستان ادعا کوي چې د جماعت الاحرار په نوم د دغه هېواد طالبان په افغانستان کې پټ دي او تر يادو پېښو وروسته يې له افغانستان سره ټولې رسمي لارې تړلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن