کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): المان د افغان کډوالو هغه ١٨ کسيزه ډله له خپل هېواده ايستلې چې په محکمو کې يې د پناه اخيستلو دوسيې رد شوې دي.
دا درېيمه ډله ده چې د تېر کال له وروستيو څخه تر دې مهاله له المان څخه کابل ته لېږل کېږي.
الماني رسنيو د کب په ٤مه خبر ورکړى چې دغه اتلس افغانان پرون په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته را ولېږدول شول.
له دې مخکې هم د ٥٠ او ٤٠ کسیزو ګروپونو کې افغانان کابل ته را لېږدول شوي دي.
تېر کال تر ټولو ډېر کډوال چې ۸۰زره ته رسېدل، له المانه ایستل شوي او د دغه هېواد چارواکي وايي چې ياد شمېر به په ۲۰۱۷ کال کې لا لوړ شي.
د اروپايي اتحاديې دغه غړي ويلي چې هېواد ته یې په تېرو ۱۸ مياشتو کې تر يو ميليون ډېر کډوال ورغلي چې ډېری يې د سوريې له جګړې تښتېدلي دي.
د المان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل چې په راتلونکي سپټمبر کې د بل ځل لپاره کانديدېږي، له دې امله چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د خپل هېواد پولې پرانيستلې دی، تر نيوکو لاندې ده؛ ځکه يې اوس ګوند غواړي لا ډېر کډوال له هېواده وباسي او د دغو نيوکو ځواب ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن