ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منګل: داعش وسله وال له پاکستانه تجهیز او تمویلېږي

منګل: داعش وسله وال له پاکستانه تجهیز او تمویلېږي

author avatar
23 Feb 2017 - 13:09
منګل: داعش وسله وال له پاکستانه تجهیز او تمویلېږي
author avatar
23 Feb 2017 - 13:09

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ٩٥): د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د داعش وسله والو د نه ختمېدو لامل له پاکستانه د تازه وسله والو راتګ دى.

والي محمد ګلاب منګل چې په جلال اباد ښار کې يې له يوې غونډې وروسته له خبريالانو سره خبرې کولې، زياته کړه چې په دغه ولايت کې د داعش پر وړاندې پيل شوي د شاهين ۲۵ عمليات په بریالیتوب روان دي.

هغه زياته کړه چې هره ورځ د داعش له لس تر شلو وسله وال وژل کېږي خو د داعش ډلې د نه ختمېدو لوی لامل د دې ډلې له ليکو سره د تازه جنګياليو يو ځای کېدل په ګوته کړل.

دی وايي، ننګرهار ته نېغ په نېغه له پاکستانه تازه داعش جنګیالي راځي چې دلته يې د داعش ځپلو پر وړاندې پيل شوي عمليات هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار د والي په خبره، په هسکه مېنه او کوټ ولسواليو کې د شاهين ۲۵ عملياتو له پيله تر اوسه تر پنځوسو زيات داعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((له بده مرغه نه يوازې د داعش جنګيالي د پاکستان له خاورې راځي، بلکې د هغوی اکمالات، جنګي تجهيزات او مالي امکانات هم له پاکستانه راځي.))

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکولسن څو ورځې مخکې د امريکا سنا ته ويلي وو چې په سيمه کې د داعش ‌ډله له پاکستاني طالبانو څخه جوړه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو د بريدونو له امله د داعش پر وړاندې پيل شوي عمليات له ستونزو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل په افغانستان کې د وسله والو د ملاتړ په اړه د افغان چارواکو څرګندونې رد کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.