ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې کرنیزو توکو ته بازار نشته

ننګرهار کې کرنیزو توکو ته بازار نشته

author avatar
23 Feb 2017 - 16:20
ننګرهار کې کرنیزو توکو ته بازار نشته
author avatar
23 Feb 2017 - 16:20

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ٩٥): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې په دغه ولايت کې تر پخوا کرنيز توليدات ډېر شوي؛ خو د پلور لپاره يې د بازار نشتوالي ستونزې جوړې کړې دي.

د کرنې رييس رفېع الله رحيمزي دا څرګندونې د کب په پنځمه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړې او ويې ويل چې پخوا په دغه ولايت کې بهرنيو موسسو د کرنیزو توليداتو په برخه کې ډېر کار کړی دی.

هغه زياته کړه چې په تېر کال کې يې په دغه ولايت کې د لسو ګودامونو رغولو تر څنګ د سل ټنه ډيجيټل ترازو د نصب چارې پيل کړې چې په نږدې وخت کې به يې چارې بشپړې شي.

رحيمزي وويل چې په بهسودو، کوز کونړ او سره رود ولسواليو کې يې يو شمېر بېوزلو ښځو ته د ۱۹۱۹ په شمېر شنې خونې جوړې کړې دي او دغه راز په بهسودو ولسوالۍ کې يې د مرخېړيو د توليد يو مرکز هم جوړ کړی دی.

د هغه په ينا چې په سره رود، هسکې مېنې، کوز کونړ او پچير اګام ولسواليو کې يې بزګرانو ته د زعفرانو پنځه زره کيلوګرامه تخم وېشلی دی.

د کرنې رييس وايي، د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې بزګرانو ته د ښو حاصلاتو ترلاسه کولو او ترويج په موخه څلور سوه میټريک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او همدا راز د ۱۰۱۲ ميټريک ټنه سپينه کيمياوي سره توزېع کړې ده.

ده زياته کړه چې سږ کال څلور سوه پنځوس زره مېوه لرونکي او غير مېوه لرونکي نيالګي تربيه کړي او وېشلي دي.

د رحيمزي د معلوماتو له مخې چې په ځنګل لرونکو ولسواليو کې يې د دوه زره او پنځه سوه هکتاره ځنګل ساتنې په موخه ځانګړې فعاليتونه ترسره کړي دي.

د کرنې رييس وويل چې د کوز کونړ قلعه ټک کانال چې اوه زره او پنځه سوه کيلومتره اوږدوالی لري، کار يې بشپړ شوی چې له امله به يې دوه زره اوه سوه پنځه ويشت جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

ده زياته کړه چې د بهسودو ولسوالۍ د چنار کانال چې ۱۴۰۰ متره اوږدوالی لري، کار يې بشپړ شوی چې له امله به يې پنځه سوه پنځه اتيا جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه کړي.

رحيمزى وايي، د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې پر ۱۰۴۰ ځمکه نوي بڼوڼه جوړ کړي او د بڼ لرونکو اته سوه جريبه مېوه لرونکي باغونه يې بيارغولي دي.

هغه وويل چې په ولسواليو کې يې د څارویو او بوټو د ساتنې او درملنې په موخه يو شمېر سيار کلينيکونه هم جوړي کړي او شاوخوا ۱۵۳۵۵۰ څاروي واکسين شوي دي.

ده دغه راز د دغه کنفرانس پر مهال د دې ادارې يو شمېر نورې لاسته راوړنې، ستونزې او د راتلونکي کال پلانونه هم له رسنيو سره شريک کړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.