ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني پخواني طالب چارواکي د حرمينو د مشر په بلنه سعودي ته تللي

ځیني پخواني طالب چارواکي د حرمينو د مشر په بلنه سعودي ته تللي

author avatar
23 Feb 2017 - 16:03
ځیني پخواني طالب چارواکي د حرمينو د مشر په بلنه سعودي ته تللي
author avatar
23 Feb 2017 - 16:03

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٥): يوه ډله پخواني طالب چارواکي سعودي عربستان ته په غير رسمي سفر تللي خو ويل کېږي چې د سعودي له چارواکو سره هم پر سولې خبرې کوي.

سعودي ته  تللي طالب پلاوي  ته يوې نږدې سرچينې د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه سفر کې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عبدالرحمن زاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال عبدالرحمن هوتک، د طالبانو د مرستيال ملا رباني ورور شيخ احمد رباني، مولوي مسلم حقاني، ملا نصرالله شيخ محمود، شيخ عبدالرشيد  او ځيني نور شامل دي.

سرچينې زياته کړه چې دغه کسان د سعودي عربـستان د حرمينو د ادارې د مشر او د حرم شريف د پخواني ملا امام شيخ سديس له خوا غیر رسمي بلل شوي دي.

خو سعودي ته د طالبانو د تللي پلاوي دغه سرچينه وايي چې دوى به له چارواکو سره د مسلمان امت پر ستونزو او د افغانستان د سولې پر پروسې هم خبرې کوي.

له طالبانو څخه د جلا شوې ملا رسول ډلې د شورا پخوانى غړى او وياند عبدالرحمن نيازي له پژواک اژانس سره په يوه ټيلېفوني اړيکه سعودي ته د يادو کسانو تګ تاييد کړ.

هغه زياته کړه:  ((سعودي ته د تللي پلاوي له ځينو غړو سره مې همدا نن ټيلېفونې خبرې کړې، هغوى په اصل کې د عمرې لپاره تللي، خو کېداى شي له ځينو چارواکو سره ليدنې هم وکړي.))

خو نوموړي وويل چې دوى د  طالبانو د کومې ډلې په استازيتوب نه دي تللي، بلکې په شخصي توګه تللي دي.

طالب ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.