جلال اباد (پژواک، ۶ کب ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي او افغان ځواکونو د ځمکنيو بريدونو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۱۴ داعشي وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي چې داعش وسله والو ته يې دا مرګ ژوبله په تېرو څلرويشت ساعتونو کې د شاهين ۲۵ عملياتو پر مهال اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د کب په ۶مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون ۱۴ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کاږي چې بريدونه د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ او د کوټ ولسوالۍ په پاپين او بالاخېلو سيمو کې ترسره شوي چې په وژل شوو کې د مولوي نعيم په نوم د داعش يو مهم قوماندان هم شامل دی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن