ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د یوې کورنۍ پنخه کسان وژل شوي

author avatar
24 Feb 2017 - 15:41
author avatar
24 Feb 2017 - 15:41

هرات (پژواک، ۶ کب ۹۵): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې یاده پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه د خواجه عبدالله انصاري زیارت شا ته رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې او بریدګر هم له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه پېښه د کورني اختلافاتو له امله ده.

هغه وویل: ((په وژل شوو کې خسر، د خسر درې زامن او د تورن کس زوم شامل دي، وژل شوي د ۲۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري.))

د هرات د ملکي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وايي چې له دې پېښې دوی ته پنځه مړي او یو ټپي ور وړل شوي او زیاتوي چې د ټپي شوي کس حالت نازک دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.