کابل (پژواک، ۶ کب ۹۵): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په اصل کې ټولنیز عدالت او سیاسي عادلانه مشارکت د عبدالعلي مزاري د افکارو او مبارزو له اساسي مولفو څخه ده خو د هغه په فکرونو کې د ملیتونو تر منځ دښمني ناورین بلل شوی دی.
ولسمشر غني دغه مطلب د حزب وحد اسلامي د پخواني رهبر استاد عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۲ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په لیکلي پیغام کې څرګند کړی دی.
په دغه پیغام کې ویل شوي: ((تېر کال په غو ورځو کې مې شهید مزاري ته ((د ملي وحدت شهید)) لقب ورکړ، دغه پرېکړه د عبدالعلي مزاري د فکري اړخ تر مطالعې وروسته وشوه، د مزاري فکري مطالعه ډېر ښه څرګندوي چې هغه د خپل ژوند په بهیر کې تر نورو ډېر پر دوو ټکو ډېر ټینګار درلود.))
ولسمشر غني زیاتوي چې د ټولنیز عدالت او سیاسي عادلانه مشارکت اصل د مزاري د فکر او مبارزو په اساسي مولفو کې شمېرل کېږي، هغه ټولنیز عدالت د یوه قوم، سمت او ځانګړي سیاسي جریان لپاره نه غوښت، بلکې ټولنیز عدالت یې د ټولو خلکو لپاره غوښت، له همدې امله ده ووایو چې هغه د هېوادو د ټولو خلکو لپاره د ټولنیز عدالت غوښتونکی و.
د ولسمشر غني په خبره، مزاري د خلکو له منځه راپورته شوی و، دغه څه د دې لامل شوي چې د ۲۲ کلونو له تېرېدو وروسته هم د خپلو پلویانو په منځ کې ځانګړی محبوبیت ولري، هغه د خپل نفوذ ساحه کې څو ټوټې ټولنه د یوه سیاسي جریان په چوکاټ کې راټوله کړه او ملي یووالی یې د هېواد د ټولو خلکو لپاره غوښت.
هغه وايي چې د مزاري په افکارو کې ملي یووالی یو اصل او د ملیتونو ترمنځ دښمني یو ناورین شمېرل کېږي او هغه د جګړې په سختو حالاتو کې جنګ د حل لاره نه بلله، بلکې پیغام یې همغږي، برابري او ټینګار یې پر ملي یووالي و.
ولسمشر وايي: ((اوس هم ایجابوي چې زموږ خلک د دغو افکارو پر محور راټول شي او په همغږۍ سره د دغه هېواد د دښمنانو پر وړاندې په یوه واحد صف کې ودرېږي.))
هغه زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت د ملي شهیدانو د پیغامونو په ښه درک سره د قانون حاکمیت، برابري، متوازنه پراختیا، هر اړخیز اصلاحات، له فساد او ترهګرۍ سره مبارزه له خپلو مهمو او اساسي لومړیتوبونو بولي.
د ولسمشر غني په خبره چې حکومت د وروستیو دوو کلونو په لړ کې په بېلابېلو برخو کې لوی ګامونه اخیستې دي؛ لکه پر ازتباطي شبکو پانګونه، د سیمې هېوادونو بندرونو او رېل پټلیو ته لاسرسی چې کولای هېواد د بنسټیزې پراختیا پر لور بوځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن