ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايشچي د دوستم د دندې ځنډول او څارنوالۍ ته حاضرول غواړي

ايشچي د دوستم د دندې ځنډول او څارنوالۍ ته حاضرول غواړي

author avatar
25 Feb 2017 - 17:07
ايشچي د دوستم د دندې ځنډول او څارنوالۍ ته حاضرول غواړي
author avatar
25 Feb 2017 - 17:07

کابل (پژواک، ۷ کب ٩٥): د دوستم دوه تورن ساتونکي څارنوالۍ ته نه دي حاضر شوي او ٧ حاضر شوي کسان يې هم په توقيف کې نه دي او ايشچي وايي چې د ده اصلي مدعي دوستم دى چې بايد دنده يې وځنډول او څارنوالۍ ته معرفي شي.

د چارو ځينې شنونکي څارنوالۍ ته د يادو دوو کسانو په نه حاضرولو کې پوليس پاتې بولي، وايي چې ياد ٧ تنه هم بايد تر توقيف لاندې وي او د تورونو په اړه د ولسمشر له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم څخه هم څېړنې وشي.

 خو ځينې شنونکي په دې باور دي چې دا مهال که پر دوستم "لګېدلى تور" ثبوت هم شي له قانوني پلوه د ولسمشر لومړي مرستيال ته سزا ورکول ناشوني دي.

د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي، چې له دوستم سره سياسي مخالفت لري، څه موده مخکې ادعا وکړه چې د دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا جنسي ځورونه ورکړل شوې ده.

لويې څارنوالۍ په دې تړاو د دوستم د نهو ساتونکو د احضار کولو امر وکړ، خو په داسې حال کې چې د ځينو راپورونو له مخې، دوستم څارنوالۍ ته د خپلو ساتونکو د حاضرېدو مخه نيوله، د کب په درېيمه دولتي ځواکونه د دوستم د کور په شاوخوا کې ځاى پر ځاى شول او تر هغه يوه ورځ وروسته د دوستم اووه ساتونکي څارنوالۍ ته حاضر شول.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي چې د دوستم دوه نور ساتونکي هم د څارنوالۍ د نيول کېدو تر حکم لاندې دي او تر اوسه نه ده معلومه چې پوليس څه وخت دغه دوه کسان هم څارنوالۍ ته حاضروي.

 پژواک هڅه وکړه چې څارنوالۍ ته د دوستم د دوو نورو ساتونکو د حاضرولو په تړاو د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د لويې څارنوالۍ وياند وايي چې څارنوالۍ ته له حاضرو اووه تنو څېړنې شوي خو هغوى تر توقيف لاندې نه دي.

هغه ونه ويل چې له دغو کسانو ضمانت اخيستل شوى او که نه، له څه ويلو ډډه وکړه.

دى وايي چې څارنوالي دغه قضيه په پوره خپلواکۍ سره څېړي. 

رسولي وايي:" ايشچي تر دې دمه پر يادو نهو کسانو ادعا کړې، دا چې د څېړنو پر مهال به نور څه کېږي، په دې اړه  څارنوالي څه پرېکړه کوي او نوي اکتشافات به څه وي؟ وروسته به له رسنيو سره شريک کړل شي."

 خو ايشچي وايي چې کېداى شي د دوستم دوه نور ساتونکي هم نن څارنوالۍ ته حاضر شي، خو دى ځکه له دغو نهو کسانو پر پلټنو قانع نه دى چې په وينا يې اصلي مجرم دوستم دى او دغه نهه تنه د دوستم جرمي شريکان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.