ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تړل شوې لارې به نن په جزوي ډول خلاصې شي

د افغانستان او پاکستان تر منځ تړل شوې لارې به نن په جزوي ډول خلاصې شي

author avatar
25 Feb 2017 - 09:36
د افغانستان او پاکستان تر منځ تړل شوې لارې به نن په جزوي ډول خلاصې شي
author avatar
25 Feb 2017 - 09:36

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تړلې لارې به نن د مشخصو مسافرو لپاره پرانيستل شي.

د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال نن (د کب ۷مه) په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې د افغانستان- پاکستان تر منځ لارې به نن په جزوي توګه او په راتلونکو درې څلورو ورځو کې په بشپړه توګه خلاصې شي.

هغه زياته کړې: ((نن د افغانستان له لوري ناروغان، سپين ږيري او زنانه او د پاکستان له خوا هغه مسافرين چې پاکستان ته په ويزو راغلي  او بند پاتې دی، سفر کولى شي.))

خو ډاکتر زاخېلوال له هېوادوالو غوښتي چې که لارې بشپړې خلاصې هم شي نو د غير ضروري کارونو لپاره پاکستان ته له سفر څخه ډډه وکړي.

پاکستان شاوخوا لس ورځې مخکې وروسته هغه افغانستان ته تلونکې ټولې لارې وتړلې چې په دغه هېواد کې خونړي ځانمرګي بريدونه او چاودنې وشوې چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پاکستان ادعا کوي چې د دې پېښو تر شا د جماعت الاحرار پاکستاني طالبانو ډلې لاس درلود چې اوس په افغانستان کې پـټ دي.

د لارو بندېدو له امله سلګونه افغانان چې په ویزو پاکستان ته تللي وو، هلته بند پاتې شوي دي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان پرون د خیبر پښتونخوا ایالت د پاسپورټ ادارې مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده چې د هغو افغانانو د ویزو موده وغځوي چې وخت یې پوره شوی وي.

پاکستان ته په قانوني ویزو تللي افغانان اوس هلته بند پاتې دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سعید احمد په نوم یوه افغان چې په ویزه تللی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېری افغانان خپل ناروغان راوستي وو او اوس ورسره پیسې خلاصې دي او د اوسېدو ځای هم نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.