ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نبي او شهزاد د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړي شول

نبي او شهزاد د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړي شول

author avatar
25 Feb 2017 - 14:46
نبي او شهزاد د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړي شول
author avatar
25 Feb 2017 - 14:46

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې دوه پياوړي لوبغاړي شهزاد محمدي او محمد نبي عيسى خېل د دويمې درجې دريځ لرونکو هېوادونو د کال غوره لوبغاړي ټاکل شوي دي.

د کرکټ مشهورې ويبپاڼې (کرېک انفو) له خوا پرون د ٢٠١٦ کال زېږديز کال د کرکټ د غوره لوبغاړو نومونه اعلان شول.

د يادې ويبپاڼې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د يوه کال په اوږدو کې چې هر لوبغاړي د کرکـټ په هره کټګورۍ کې له ځانه ښه وړتيا ښودلې وي، د څارونکو د يوې ډلې له خوا غوره کېږي.

سرچينې زياته کړې، د څارونکو دغه ٢٤ کسيزه ډله چې له پخوانيو لوبغاړو، تبصره کوونکو، ژورنالېستانو، او د کرېک انفو پر ليکوالو او ايـډېټرانو مشتمله ده، تر ارزونې وروسته غوره لوبغاړو ته رايې ورکوي او ګټونکي اعلانوي.

د کرېک انفو له خوا چې پرون د ٢٠١٦ کال د غوره لوبغاړو کوم نوملړ اعلان شوى، په هغوى کې د افغانستان شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو په توپوهنه کې او محمد نبي عيسى خېل په توپ اچونه کې د غوره لوبغاړو جايزې ګټلې دي.

سرچينې ويلي چې په ٢٠١٦ کال کې د زمبابوې پر وړاندې په ٦٧ توپونو د شهزاد ١١٨ منډو د کال غوره سليزه وټاکل شوه.

کرېک انفو ويلي چې د افغانستان له لوري په شل اووريزه نړيواله لوبه کې دا تر ټولو زياتې منډې وې، دغه راز دا د يو افغان لوبغاړي له لوري په شل اووريزه لوبه کې په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ سليزه وه.

دغه راز په ياده لوبه کې د شهزاد شپږيزې د دويمې درجې د يوه هېواد لوبغاړي له خوا تر ټولو زياتې شپږېزې وې.

د بنګله دېش پر وړاندې په دوه يمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغان لوبغاړي محمد نبي عيسى خېل په لسو اورونو کې ١٦ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې سوځولي وو چې د تېر کال د دويمې درجې لوبډلې تر ټولو غوره توپ اچونه وه.

د يادونې ده، شهزاد محمدي د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا هم د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شوى و.

د کرېک انفو له خوا د انګلستان بن سټوک په ټسټ کرکټ کې د کال غوره توپوهونکى او د همدغه هېواد سټيورټ براډ غوره توپ اچوونکى اعلان شو.

دغه راز د سوېلي افريقې ډي کوک د يوه ورځني کرکټ غوره توپوهونکى او د ويسټ انډيز سنيل ناران غوره توپ اچوونکى، د شل اووريزو سياليو کې د ويسټ انډيز کارلوس براتويت غوره توپوهونکى او د بنګله دېش مستفيق الرحمن غوره توپ اچوونکى اعلان شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.