ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې يو ډله ييز قبر پيدا شو

په فارياب کې يو ډله ييز قبر پيدا شو

author avatar
25 Feb 2017 - 18:33
په فارياب کې يو ډله ييز قبر پيدا شو
author avatar
25 Feb 2017 - 18:33

ميمنه (پژواک، ٧ کب ٩٥): د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت د ميمنې ښار د نهمې ناحيې په اړونده سيمه کې يو ډله ييز قبر موندل شوى دى.

د فارياب امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال مير امان الله ظافر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميمنې ښار د نهمې ناحيې د چغاتک کلي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د فارياب پوليسو د دويمې حوزې امنيتي او کشفي پرسونل  دغه ډله ييز قبر کشف او موندلى دى.

نوموړي زياته کړه: "په دغه قبر کې شاوخوا ٧ بورۍ هډوکي موجود و، چې پخوا له کوم بل ځاى راوړل شوي دي."

هغه زياته کړه، هډوکو ته په پام سره له شاوخوا ٢٠ تر ٣٠ کسان په ډله ييز ډول وژل شوي دي، چې اوس د څېړنې په موخه يوه بورۍ کابل ته د عدلي طب د معاينې لپاره لېږل شوې ده.

 د ميمنې ښار د نهمې ناحيې د چغاتک کلي استازي ډاکټر عبدالبصير وويل چې ياد ډله ييز قبر هغه مهال په يوه هديره کې موندل شوى، چې د سيمې خلکو په کې مړى خاورو ته سپاره.

نوموړي وويل، امکان لري دا هډوکي د يو شمېر هغو هېوادوالو وي، چې د شورويانو د يرغل پر مهال په ميمنې ښار کې وژل شوي او د اوسني هوايي ډګر ترڅنګ خښ شوي شوي وي، چې کېداى شي په وروستي يوه کال کې په ياده سيمه کې د خلکو له لوري د کورونو د جوړولو پر مهال رايستل شوي او بيا د شپې له لوري په پټه توګه په ياده هديره کې دفن شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.