ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سروبي ولسوال  د اداري فساد او جعلکارۍ په تور  ونيول شو

د سروبي ولسوال د اداري فساد او جعلکارۍ په تور ونيول شو

author avatar
26 Feb 2017 - 16:06
د سروبي ولسوال  د اداري فساد او جعلکارۍ په تور  ونيول شو
author avatar
26 Feb 2017 - 16:06

ښرنه(پژواک،٨کب٩٥): د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا د سروبي ولسوال د اداري فساد او جعلکارۍ په تور ونيوه.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ملي امنيت موظفينو د سروبي ولسوال محبت خروټى رسنيو ته هم ښکاره کړ.

د ملي امنيت يوې سرچيني پژواک ته وويل چې محبت خروټى د اداري فساد او جعلکارۍ په تور نيول شوى دى.

سرچينه وايي چې ولسوال د يو شمېر بې ځايه شويو کورنيو د مرستو په وېش کې فساد او جعلکاري کړې ده.

منبع زياته کړه: (( د مستحقو کسانو پرځاى ولسوال خپلو خپلوانو ته تذکرې جوړې کړي ترڅو مرستې ترلاسه کړي، ددې تذکرو ١٣ کاپيانې يې هم موږ ته په لاس راغلې دي.))

سرچينه وايي چې ولسوال په يادو مرستو کې يوميليون افغانۍ اختلاس کړى او ډير ژر به دى عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

له اومنۍ ولسوالۍ څخه سروبې ولسوالۍ ته د بې ځايه شوې يوې کورنۍ غړي جعفر پژواک ته وويل چې د دوى په نوم خيريه موسسو مرستې کړي خو تر اوسه  يې نه دي ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: (( موږ پوهيږو چې دغه مرستې چا اخيستې دي او موږ ته ولې نه رسيږي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا په ګډون د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې د ملي امنيت له لوري يو شمېر دولتي چارواکي د اداري فساد په تور نيول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.