ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا اوسېدونکي د جګړو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه غواړي

د پکتيکا اوسېدونکي د جګړو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه غواړي

author avatar
26 Feb 2017 - 16:02
د پکتيکا اوسېدونکي د جګړو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه غواړي
author avatar
26 Feb 2017 - 16:02

ښرنه(پژواک،٨کب٩٥): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي په جګړه کې له ښکيلو لوريو غواړي چې د جګړې پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي، ځکه په تېره يوه اوونۍ کې په دې ولايت کې ١٧ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي سيد خان د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړې ښکيل  لوري د جګړې پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته ډيره پاملرنه نه کوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې پنځه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د پيرکوتې په سيمه کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ١٣ملکي وګړي و وژل شول او څلور نور ټپيان شول.

د هغه په وينا، دغه شان ماينونه ډيرى وخت د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى کيږي چې بيا يې موخه ملګي وګړي ګرځي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ملک ظاهر خان کټوازي هم پژواک ته وويل چې د جګړې ښکيل  لوري بايد د ملکي خلکو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ په بازار کې د موټرسايکل ماين  د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي و وژل شول او ٢٠ نور ټپيان شول.

د يادې پېښې يو تن ټپي شيرخان پژواک ته وويل: (( زه د جاني خېلو په بازار کې دوکان لرم، خپلو بچيو ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ ګټم، خو دوى مو په ارامه نه پريږدي.))

ده ټينګار وکړ چې طالبان او امنيتي ځواکونه بايد د جګړو پرمهال د خلکو ژوند ته ډيره پاملرنه وکړي.

د دې ولايت يو بل اوسېدونکي محمود پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې هم د بېلابېلو چاودنو او بريدونو پرمهال ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې څو کاله وړاندې د يحيى خېلو ولسوالۍ د واليبال په لوبغالي او د خيرکوټ ولسوالۍ د سيګانه سيمې په چاودنو کې لسګونه ملکي خلک و وژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

يادو او د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو ټينګار کاوه چې د جګړې ښکيل  لوري بايد نور ملکي خلک ونه وژني.

دپکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې ډيرى ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له لوري د ځاى پرځاى شويو ماينونو له امله وژل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.