ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له غزني څخه تر کندهاره د برېښنا غځولو قرارداد لاسلیک شو

له غزني څخه تر کندهاره د برېښنا غځولو قرارداد لاسلیک شو

author avatar
26 Feb 2017 - 19:15
له غزني څخه تر کندهاره د برېښنا غځولو قرارداد لاسلیک شو
author avatar
26 Feb 2017 - 19:15

کابل (پژواک ٨ کب ٩٥): له غزني تر کندهاره پورې د ٢٢٠ کيلو ولټو په ظرفيت او د ١١٣ ميليونو ډالرو په ارزښت د برېښنا غځولو قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رئیس قدرت الله دلاوري او په افغانستان کې د KEC)) هندي کمپنۍ مسوول سبرا منیام بونالا له غزني څخه تر کندهاره پورې د برېښنا غځولو قرارداد د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې، لاسلیک کړ.  

د یادې پروژې د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کې، چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول، یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا غړو او په افغانستان کې د هند سفیر حضور درلود.

په ناسته کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رئیس قدرت الله دلاوري د برېښنا رسونې دوو پروژو ته چې قراردادونه یې تېره اونۍ وشول، اشاره وکړه، وې ویل، د افغانستان برېښنا شرکت تېره اونۍ د ۳،۶ میلیون ډالرو په ارزښت د سروبي سب سټیشن قرارداد له (A.K.A.Y) ترکي کمپنۍ سره وکړ، چې له دې سره به د سروبي ولسوالۍ اړوندو سیمو، دولت‌زي، شیرخان کڅ، ګوګامنډه، اوزبین او یاد سب ستیشن ته څېرمه یو شمېر پرتو کورنیو په ګډون به ۲۰زره مشترکینو ته د برېښنا اسانتیاوې برابروي، چې دغه سب سټیشن به تر راتلونکو ۱۵میاشتو پورې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.   

ده زياته کړه، د لسو مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا بل قرارداد له ډاینسټي کمپنۍ سره شوی دی، چې د خودکفايي ملي موخو ته د رسېدو په لار کې غوره ګام ګڼل کېږي او د بامیانو پروژې وروسته دا په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تر ټولو ستره پروژه ده، چې قرارداد یې شوی دی.

د هغه په وينا، نن بیا په هېواد کې د برېښنا لېږدولو د یو ستر قرارداد د لاسلیکولو شاهدان یو.

دى وايي، د برېښنا لین غځولو دغه پروژه ۲۲۰کیلو ولټه ظرفیت لري او له ترکمنستان څخه د ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا یوه څانګه ده، چې له غزني څخه تر کندهاره پورې به د ۱۱۳میلیون ډالرو په ارزښت وغځول شي.

ده څرګنده کړه، چې له غزني څخه تر کندهار پورې د ۲۲۰کیلو ولټه برېښنا لین د غځولو پروژه چې لږ تر لږه ۳۵۰کیلومتره اوږدوالی لري، د امریکا د متحدو ایالتونو د بین‌المللي پرمختیايي ادارې (( You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.