کابل (پژواک ٨ کب ٩٥): له غزني تر کندهاره پورې د ٢٢٠ کيلو ولټو په ظرفيت او د ١١٣ ميليونو ډالرو په ارزښت د برېښنا غځولو قرارداد لاسلیک شو.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رئیس قدرت الله دلاوري او په افغانستان کې د KEC)) هندي کمپنۍ مسوول سبرا منیام بونالا له غزني څخه تر کندهاره پورې د برېښنا غځولو قرارداد د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې، لاسلیک کړ.
د یادې پروژې د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کې، چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول، یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا غړو او په افغانستان کې د هند سفیر حضور درلود.
په ناسته کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رئیس قدرت الله دلاوري د برېښنا رسونې دوو پروژو ته چې قراردادونه یې تېره اونۍ وشول، اشاره وکړه، وې ویل، د افغانستان برېښنا شرکت تېره اونۍ د ۳،۶ میلیون ډالرو په ارزښت د سروبي سب سټیشن قرارداد له (A.K.A.Y) ترکي کمپنۍ سره وکړ، چې له دې سره به د سروبي ولسوالۍ اړوندو سیمو، دولتزي، شیرخان کڅ، ګوګامنډه، اوزبین او یاد سب ستیشن ته څېرمه یو شمېر پرتو کورنیو په ګډون به ۲۰زره مشترکینو ته د برېښنا اسانتیاوې برابروي، چې دغه سب سټیشن به تر راتلونکو ۱۵میاشتو پورې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
ده زياته کړه، د لسو مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا بل قرارداد له ډاینسټي کمپنۍ سره شوی دی، چې د خودکفايي ملي موخو ته د رسېدو په لار کې غوره ګام ګڼل کېږي او د بامیانو پروژې وروسته دا په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تر ټولو ستره پروژه ده، چې قرارداد یې شوی دی.
د هغه په وينا، نن بیا په هېواد کې د برېښنا لېږدولو د یو ستر قرارداد د لاسلیکولو شاهدان یو.
دى وايي، د برېښنا لین غځولو دغه پروژه ۲۲۰کیلو ولټه ظرفیت لري او له ترکمنستان څخه د ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا یوه څانګه ده، چې له غزني څخه تر کندهاره پورې به د ۱۱۳میلیون ډالرو په ارزښت وغځول شي.
ده څرګنده کړه، چې له غزني څخه تر کندهار پورې د ۲۲۰کیلو ولټه برېښنا لین د غځولو پروژه چې لږ تر لږه ۳۵۰کیلومتره اوږدوالی لري، د امریکا د متحدو ایالتونو د بینالمللي پرمختیايي ادارې (( You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن