جلال اباد (پژواک،۸ کب ٩٥): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې په جلال اباد ښار کې د پوليو ويروس پيدا شوی او هم د کډوالو راتګ په دغه ولايت کې د پوليو د پېښو د پيدا کېدو اندېښنې زياتې کړې دي.
ډاکټر نجيب الله کاموال دا څرګندونې د کب په ۸مه په جلال اباد ښار کې د پوليو د کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې وکړې او زياته يې کړه چې کمپاين نن پرانېستل شو؛ خو واکسيناتوران به سبا د خلکو کورونو ته ورځي.
هغه وويل چې يوه ورځ وړاندې يې ځکه د دغه کمپاين پرانېستې مراسم ترسره کړل چې يوه ورځ وړاندې خلک خبر شي او سبا خپل اولادونه د پوليو واکسين کولو ته چمتو کړي.
د عامې روغتيا رييس د معلوماتو له مخې، د ياد کمپاين په درې ورځنۍ موده کې به ۷ سوه زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو واکسين وشي.
هغه زياته کړه: ((لا هم اندېښنه شته چې د هسکې مېنې په اوغز او پاپين، د پچيراګام په پنګزيو، د کوټ په لاغرجيو، اچين په شډل او مامند او د نازيانو په دوه خولې او نازيانو ساحه کې لس زره ماشومان له کمپاينه پاتې شي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې په جلال اباد ښار کې د ويروس موجوديت او د کډوالو راتګ له امله يې دا کمپاين پيل کړی دی.
ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د جوماتونو مدير مولوي ګل نبي د يادو مراسمو په پيل کې وويل چې په اسلام کې د انسان د ژوند ژغورلو په هدف د هر قسمه دوا د ورکړې جواز شته.
هغه په ديني عالمانو او ملا امامانو غږ وکړ چې د ممبرونو له لارې دې خلک وهڅوي چې خپلو اولادونو ته د پوليو واکسين تطبيق کړي.
په ننګرهار کې د پوليو د کمپاين پرانېسته ډير کله په جوماتونو او مدرسو کې کيږي؛ خو دا ځل د نورو کمپاينونو برعکس د ننګرهار مېشتو سيکانو په مرکزي درمسال کې د دغه کمپاين پرانېسته وشوه.
چارواکي وايي، د يادې چارې هدف سيکانو ته په ټولنه کې ونډه ورکول او هم دا ښودل دي چې پوليو واکسين د ټولو لپاره ضروري عنصر دی.
د کمپاين د پرانېستې په دغو مراسمو کې په ننګرهار کې د سيکانو مذهبي مشر ډاکټر اقبال سېنګهـ په ټولو هيوادوالو غږ وکړ چې د دوه قطرې واکسين په ورکړه دې خپل اولادونه له دايمي فلج څخه وژغوري.
د يادولو ده چې د روان ۲۰۱۷ کال له پيله تر اوسه په ننګرهار کې د پوليو کومه مثبته واقع نه ده ثبت شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن