کابل (پژواک، ٨ کب ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي، سر له سبا د هغو ولايتونو او سيمو چې د پوليو د سرايت د لوړ خطر د لرلو په توګه پېژندل شوي د پوليو ضد واکسين پيلېږي، چې په ترڅ کې به يې ٥.٦ ميليونه ماشومان د پوليو په وړاندې واکسين شي.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوالې ادارې په مالي او تخنیکي مرسته، سبا د ۲۰۱۷ کال معافیت ورکونې کمپاین دویم پړاو پيلوي.
سرچينه کاږي، دغه کمپاین د کابل ښار په ګډون د سوېلي او سوېل ختیځ زونونو په ټولو ولایتونو کې، د سوېلي زون په زياترو ولسواليو کې او په ټولو هغو ولسواليو کې، چې د پولیو د سرایت د لوړ خطر د لرو په توګه پېژندل شوي، پلي کېږي.
سرچينه زياتوي، د دې درې ورځيني کمپاین په بهیر کې، څه باندې ۳۶زره د پولیو کارکوونکي په خپلو استوګنیزو سیمو کې کور په کور ګرځي، ترڅو ماشومان واکسین کړي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز ویلي: پولیو د دایمي معیوبيت او ان د مړيني لامل کېږي، دغه معیوب ماشوم د تل لپاره بې وسه او د کورنۍ مرستې ته به اړ وي او په راتلونکي کې به ان خپل عبادت او ديني اوامر په سمه توګه نه شي ترسره کولای.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې یوازې هغه درې هېوادونه دي چې تردې مهاله پولیو ویروس په کې سرایت لري. د ۲۰۱۷ کال له پیل څخه په هېواد کې ۲ پيښې رامنځته شوي، چې یوه یې په کندهار او بله یې په هلمند کې ثبت شوې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې د پولیو ټولټال ۱۳ مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوې وې، چې شمېر یې د ۲۰۱۵ کال له ۲۰ پېښو څخه را ټيټ شوی دی.
د افغانستان ګڼ شمېر سیمې له پولیو څخه پاکې شوې دي او یواځې د ختیځ، سوېلي او د سوېل- ختيځ په ځينو مشخصو سیمو کې متمرکز شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن