کابل (پژواک، ٩ کب ٩٥): د اسلامي کنفرانس سازمان په کوربه توب د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس په سعودي عربستان کې جوړېږي.
د سعودي په جده ښار کې د اسلامي کنفرانس له دفتره د کب په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د نړيوال تماس ګروپ لخوا د افغانستان په اړه د يوه نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې به تر ٥٠ زياتو هېوادونو استازي ګډون کوي.
د نړيوال تماس ګروپ په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې جوړ شوى چې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ، امنيت او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.
د دغه ګروپ وروستۍ غونډه د ٢٠١٦ کال په جون مياشت کې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند شمېره بنده وه او مرستيال يې په دې اړه معلومات نه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن