ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بهرنيو چارو وزارت کې اويا سلنه وروستۍ ټاکنې د قانون خلاف شوې دي”

“د بهرنيو چارو وزارت کې اويا سلنه وروستۍ ټاکنې د قانون خلاف شوې دي”

author avatar
27 Feb 2017 - 17:27
“د بهرنيو چارو وزارت کې اويا سلنه وروستۍ ټاکنې د قانون خلاف شوې دي”
author avatar
27 Feb 2017 - 17:27

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٥): د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مرستيال ادعا کړې چې د بهرنيو چارو وزارت کې په وروستيو دوو کلونو کې ٧٠ سلنه مقررۍ غيرقانوني او د مقررۍ معيارونو ته په نه پاملرنې سره ترسره شوې دي.

 په ولسي جرګه کې د کابل استازي او د يادې جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مرستيال ډاکټر جعفر مهدوي، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، ولسي جرګې دوه مياشتې وړاندې د نوموړي په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده وسپارله، څو د بهرنيو چارو وزارت کارونه وڅېړي.

 د هغه په وينا، ياد پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمريز کلونو د بشري سرچينو برخې کړنې څېړلې دي.

 مهدوي وويل: "ټول اسناد مو وڅېړل، د بهرنيو چارو وزير، ولسمشر او د اجراييه مشر   له لوري ٧٠ سلنه مقررۍ په غيرقانوني توګه شوې دي."

 هغه په ډاګه نه کړه چې په وروستيو دوو کلونو کې په ياد وزارت کې څو کسان په دندو ګومارل شوي، خو ويې ويل چې د يادو کسانو ٧٠ سلنه مقررۍ له ازموينې پرته ترسره شوې دي.

 نوموړي د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل: "داسې څو موارد مو هم ترلاسه کړل چې د اوبو رسولو او فاضلاب رياست کسان راغلي او ديپلوماټان شوي نو همدا لامل دى چې زموږ د بهرني سياست بنسټ فلج شوى، موږ د لوړو زده کړو درلودونکي کدرونه لرو چې د پنځم بست لپاره هرې خوا ته په منډو دي، خو بيا يې هم کار نه کېږي."

 نوموړي وويل، ياد پلاوي غوښتل چې دغه موندنې د ولسي جرګې له ناستې سره شريکې کړي، خو قومي مصلحتونه د دې لامل شول، څو موضوع عمومي ناستې ته کش نه کړل شي.

 نوموړي د دغو مصلحتونو په اړه زياتې خبرې ونه کړې.

 د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون بل غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست هم په دغه ناسته کې د مهدوي خبرې تاييد کړې.

 د حکومت اجراييه رياست مرستيال وياند اميد ميثم په دې تړاو خبرې ونه کړې او ويې ويل چې د بهرنيو چارو وزارت دې په  تړاو سپيناوى وړاندې کړي.

 پژواک دغه موضوع د بهرنيو چارو وزارت له وياند شکېب احمد مستغني سره شريکه کړه، خو هغه وويل چې په دې تړاو به د دغه وزارت مرستيال وياند خيرالله ازاد ورته معلومات وړاندې کړي، ځکه نوموړى (مستغني) په رخصتۍ دى.

 پژواک دغه راز هڅه وکړه  څو په دې تړاو  د ازاد  او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر نظر هم له ځانه سره ولري، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.