ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څرخي پله سلګونو بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د څرخي پله سلګونو بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

author avatar
27 Feb 2017 - 15:36
د څرخي پله سلګونو بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی
author avatar
27 Feb 2017 - 15:36

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٥): د کابل د څرخي پله په زندان کې د يو لړ ستونزو له امله شاوخوا اووه سوه زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى خو د زندان چارواکي بيا د اعتصاب خبره ردوي.

د کابل په څرخي پله زندان کې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي انارالدين چې له شپږو مياشتو راهيسې د وظيفوي غفلت له امله زنداني دى، د کب په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د دويم بلاک شاوخوا اووه سوه زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى.

ده وويل چې د زندان مسوولين له زندانيانو سره ډېر بد چلند کوي او قانوني حقوق يې نه ورکوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې د زندان مسوولين د پيسو د لاسته راوړلو په موخه يو شمېر ديني عالمان پر نشه يې توکو له روږدو کسانو سره په يوه خونه کې زنداني کوي.

ده زياته کړه: ((ډېر يو دروند شخص عالم به وي خو له پوډريانو سره يې اچوي او تر څو چې څلور يا پنځه زره افغانۍ ور نه کړي، بل اتاق ته يې نه انتقالوي.))

انارالدين وايي چې ديني کتابونه د مطالعې لپاره نه ورکول کېږي او نه هم ورته د زندان مسوولين مدرسه جوړوي.

د هغه په وينا، د حکومت له لوري ټاکل شوي خواړه دوى ته نه ورکول کېږي او همدغه خواړه بيا د زندان مسوولين د پيسو په مقابل کې پرې پلوري.

ده ادعا وکړه: ((کله چې د پايوازانو ورځ وي، نو د زندان کسان زموږ له پايوازانو څخه شيان اخلي او موږ ته یې نه راکوي.))

دغه راز هغه زياته کړه: ((د زندان مسوولينو موږ ته ويلي چې خپل غږ به نه پورته کوئ او که چېرې مو خپل غږ پورته کړ نو بله دوسيه درته جوړوو.))

دغه راز يو بل زنداني ملا عبدالمنان اخند د يادو څرګندونو په تاييد سره پژواک ته وويل چې د ناروغانو درملنه يې هم پر خپل وخت نه کېږي او ځيني وختونه زنداني ناروغان د درملو د نه رسېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ده زياته کړه: ((دلته يو ناروغ پروت وي هر څه چيغې وهو، عسکر نه راځي خو کله چې راشي او ناروغ روغتون ته بوځي نو د درد يو امپول په پنځه سوه افغانۍ او يو سيروم ورته په ١٥٠٠ افغانيو ورکوي.))

ملا عبدالمنان اخند وايي چې ډېرى زندانيان د برېښنا تر څنګ د څښاک لپاره پاکې اوبه هم نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.