ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتور زلمى زابلى له يوې چاودنې روغ ووت

سناتور زلمى زابلى له يوې چاودنې روغ ووت

author avatar
27 Feb 2017 - 12:19
سناتور زلمى زابلى له يوې چاودنې روغ ووت
author avatar
27 Feb 2017 - 12:19

کلات  (پژواک، ٩ کب ٩٥: د مشرانو جرګې د شکايتونو د کمېسيون مشر زلمى زابلى له يوې چاودنې روغ  ووت.

زابلي د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرې نن سهار په شاوخوا اتو بجو د زابل – کندهار پر لويه لاره د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه.

هغه زياته کړه، دى کندهار ته پر لاره و چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېد، دى ترې روغ وتلى، خو د ساتونکو يو موټر يې زيانمن شوى دى.

د شهر صفا ولسوال  ګل محمد پژواک اژانس ته ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليسو په سيمه  کې پلټنې پيل کړې دي.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.