کابل (پژواک، ٩ کب ٩٥): وسله والو طالبانو د کندوز ولايت لپاره د خپل والي د وژل کېدو خبر تاييد کړ.
پرون د کندوز ولايت چارواکو ويلي وو چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د کندوز لپاره د وسله والو طالبانو والي ملا عبدالسلام اخند وژل شوی دى.
وسله والو طالبانو د کب په ٩مه په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې تاييد کړې ده چې ملا عبدالسلام په پروني بريد کې وژل شوى دى.
طالبانو ويلي چې د دوى نور ملګري به د ملا عبدالسلام لاره تعقيب کړي.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل پرون ويلي وو چې د ملا عبدالسلام په وژل کېدو سره د کندوز د طالبانو مورال کمزوری شوی دی.
د يادونې ده، ملا عبدالسلام د کندوز ښار په دوه ځلي سقوط کې مهم لوبولوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن