ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ګواښونو يو پر څلور برخه هېواد کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي

امنيتي ګواښونو يو پر څلور برخه هېواد کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
28 Feb 2017 - 16:43
امنيتي ګواښونو يو پر څلور برخه هېواد کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
28 Feb 2017 - 16:43

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د هېواد په ١٥ اداري واحدونو کې د امنيتي ګواښونو له امله د مخابراتي شبکو انتنونه د شپې او ورځې بند شوي، خو په ٧٤ ولسواليو کې بيا يوازې د شپې له لوري فعاليت نه لري.

افغانستان ٣٤ ولايتونه لري چې ټولټال ٣٨٣ ولسوالۍ لري چې ٣٦٤ يې رسمي او ١٩ يې موقتي ولسوالۍ کې دي.

پژواک خبري اژانس د ١٣٩٥ لمريز کال د سلواغې له درېيمې تر اوومې نېټې پورې د ټيلېفوني اړيکې له لارې د هېواد د ٣٤ ولايتونو له اوسېدونکو سره خبرې کړې او موندلې يې ده چې په ٨٩ اداري واحدونو (د ولايتونو بېلابېلې ولسوالۍ او د اروزګان ولايت مرکز) کې د دولت د وسله والو مخالفينو ګواښونه د مخابراتي شبکو د لنډمهال او دايمې پرې کېدو سبب شوي او ١٣ نور اداري واحدونه لا هم تر مخابراتي پوښښ لاندې نه دي راغلي.

د پژواک د موندنو له مخې، د مخابراتي کمپنيو انتنونه د امنيتي ګواښونو له امله د هلمند په ٩ ولسواليو، د اروزګان مرکز او درېيو ولسواليو او د هرات په دوو ولسواليو کې شپه ورځ، خو د هلمند، اروزګان او هرات ولايتونو په ګډون د ١٨ ولايتونو په ٧٤ ولسواليو کې يوازې د شپې له مخې بندېږي.

 د افغانستان د مرکزي احصايې د معلوماتو له مخې، په يادو شوو ١٠٢ اداري واحدونو کې چې مخابراتي خدمتونه په کې له ستونزو سره مخ شوي، په ټوليز ډول په کې پنځه ميليونه او پنځوس زره خلک ژوند کوي .

د وګړو ياده شوې شمېره د هېواد د ټول نفوس ١٨ سلنه جوړوي.

د يادونې وړ ده چې په ځينو سيمو کې له ٨٩ اداري واحدونو ډېر محدود شمېر يې مخابراتي خدمتونه لري، خو دا سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندې دي چې له ولسواليو لرې او يا هم د ولايتونو مرکزونو ته نږدې دي.

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى محمود وايي: ((طالبان په چک ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو ته اجازه نه ورکوي چې د شپې له مخې فعاليت وکړي، خو د دې ولسوالۍ په نورو ډېرو محدودو برخو کې هم د روشن مخابراتي شبکې فعاليت شته دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، روشن شبکه د چک ولسوالۍ اړوند سيمو کې انتن نه لري، خو د کومې بلې سيمې انتن محدود زېګنال ورکوي.

هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د روشن خدمتونه ډېر محدود او حتى پر (هېڅ) حساب دي.

د سيمو توپير

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.