ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بابک: پنجاب د ترهګرو مرکز دى

بابک: پنجاب د ترهګرو مرکز دى

author avatar
28 Feb 2017 - 10:54
بابک: پنجاب د ترهګرو مرکز دى
author avatar
28 Feb 2017 - 10:54

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړى سردار حسين بابک وايي چې هندوستان هره ورځ پر پاکستان بريدونه کوي، خو دوى کله هم له دغه هېواد سره لاره بنده نه کړه.

نوموړي پرون په يادې اسامبلۍ کې د بحث پر مهال د پاکستان پر مرکزي حکومت سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې له وروستيو بريدونو وروسته يې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.

هغه زياته کړه چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په پنجاب کې دي او په ډاګه يې ويل چې اوس هم د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو د روزنې لسګونه مرکزونه شته خو د پنجاب حکومت د پښتنو پر ځورولو لاس پورې کړى دى.

په دې وروستيو کې د پنجاب حکومت په دغه ايالت کې د مېشتو پښتنو پر ضد وروسته له هغه عمليات پيل کړل او لسګونه پښتانه يې ونيول چې په دغه ايالت کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وشول.

پرون د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د پنجاب حکومت د دغه اقدام پر ضد يو قرارداد منظور کړى او دغه کار يې غندلى دى.

د بحث پر مهال د عوامي نېشنل ګوند غړي سردار حسين بابک وويل چې که چېرې پنجاب له دغه کار څخه لاس وانه خلي، نو دوى به هم له خيبر پښتونخوا څخه پنجابيان وشړي.

هغه زياته کړه چې پنجاب د ترهګرو مرکز دى، د ځانمرګو بريدونو طراحان او پلان جوړوونکي په دغه ايالت کې دي او هلته د ترهګرو در روزنې لسګونه مرکزونه شته.

بابک له افغانستان سره د لارو پر بندولو هم نيوکه او ادعا يې وکړه چې هندوستان هره ورځ لسګونه توغندي پر پاکستان توغوي، خو پاکستان هېڅکله پرې لاره نه بندوي او نه هم ځوابي اقدام کوي.

په ياده اسامبلۍ کې د پاکستان پيپل ګوند غړي صاحبزاده ثناء الله وويل چې په پنجاب، سند او کشمير کې د پښتنو د ځورولو پېښې زياتې شوې دي.

هغه زياته کړې چې له دغه کار سره په پاکستان کې د مېشتو قومونو تر منځ نفرت او زړه بداوى زياتېږي.

د يادې اسامبلۍ بل غړي مولانا لطف الرحمن وويل چې د پنجاب حکومت د ترهګرو په نامه د پښتنو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.