ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په درقد کې څلور وسله وال وژل شوي

د تخار په درقد کې څلور وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Feb 2017 - 10:58
د تخار په درقد کې څلور وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Feb 2017 - 10:58

تالقان (پژواک، ١٠ کب ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د تخار په درقد ولسوالۍ کې څلور طالبان وژل شوي او امنیتي ځواکونو ځینې سیمې هم ترې نیولې دي.

په شمال ختیځ زون کې د ٨٠٨ سپین زر قوماندان پاسوال شېرعزیز کامه وال د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په درقد ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو تېره ورځ عمليات کړي او لس کيلومتره مخې ته تللي دي.

ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې څلور طالبان وژل شوي او د موسى زيو، ببرک، نورخېلو او د زړې ژرندې سيمې امنيتي ځواکونو له طالبانو څخه نيولې دي.

په همدې مهال بیا د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي نجم الدین پژواک ته وويل چې طالبانو تر اوسه له امنیتي ځواکونو سره جګړه نه ده کړې.

دی وایي چې که امنیتي ځواکونه سیمې ته ورشي، طالبان له سیمې پر شا کېږي او چې امنیتي ځواکونه ووځي طالبان بېرته سیمې ته راځي.

د يادونې ده، د دغو عملیاتو په لړ کې تر دې دمه ینګي کلا او خواجه بهاولدین ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

امنیتي چارواکي وایي، په پام کې ده چې د همدغو عملياتو په ترڅ کې درقد ولسوالۍ هم د طالبانو له منګلو وژغورل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

درقد د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې تېر کال طالبانو ونيوه خو تر يوې مياشتې وروسته بېرته امنيتي ځواکونو ترلاسه کړه خو سره له دې هم د درقد ډېرې سيمې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.