ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او پکتیکا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني او پکتیکا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Feb 2017 - 15:49
غزني او پکتیکا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Feb 2017 - 15:49

غزني- ښرنه (پژواک، ١٠ کب ٩٥): په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې اته طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په کبرغې په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وويل چې په دې نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي خو افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده زياته کړه چې د دې نښتې پر مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال لطف الله هم پژواک ته وويل چې يادې نښتې دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې یې ١٣ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کبرغې سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل: ((زموږ په سيمه کې بېګاه سخته جګړه وه، سهار امنيتي ځواکونه په کې ګرځېدل او زياتې مرمې هم دېخوا هاخوا پرتې دي.))

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د يادې نښتې په اړه څه نه وايي خو زياتوي چې د قره باغ ولسوالۍ په اهينو سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو طالب ټپى شوى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په مرکز ښرنه کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په مرکز ښرنه کې د سيمه ييزو پوليسو مشر لعل خان وفا د کب په ١٠مه پژواک ته وويل چې تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو د يو کمين په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه وويل چې د نښتې پر مهال سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د دوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د ښرنې ښار د عمبرخېلو سيمې اوسېدونکي احمدالله وويل چې د شپې يې په سيمه کې نښته وه او سهار يې د دوو طالبانو جسدونه ليدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.