لومړی تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ١٢ پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال حاجي ګلى خان د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د دويمې امنيتي حوزې اړوند د سره ګودر په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي: ((دغه ډله طالبان له بې غږه ټوپک سره راغلي وو، اول يې ساتونکي ويشتلي بيا دننه ورغلي او پوسته کې ټول پوليس يې وژلي دي.))
د هغه په وينا، په دې پېښه ١٢ پوليس وژل شوي چې ټول د خانشين ولسوالۍ اړوند وو.
خانشين ولسوالۍ اوس د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.
خو په هلمند کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې ١٣ پوليس د طالبانو د يو نفوذي کس له لوري وژل شوي دي.
د سرچينې په خبره، يو پوليس نا درکه هم دى چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې له ١٣ څخه شپږ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن