ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: طالبان دې د ملا عبدالسلام  تر  وژل کېدو وروسته  خپل چلند کې بدلون راولي

ناټو: طالبان دې د ملا عبدالسلام تر وژل کېدو وروسته خپل چلند کې بدلون راولي

author avatar
28 Feb 2017 - 18:31
ناټو: طالبان دې د ملا عبدالسلام  تر  وژل کېدو وروسته  خپل چلند کې بدلون راولي
author avatar
28 Feb 2017 - 18:31

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان وايي، په کندوز ولايت کې د ملا عبدالسلام  تر وژل کېدو وروسته طالبانو ته  چانس په لاس ورغلى چې خپل چلند کې بدلون راولي ، ځکه چې د افغانستان خلک سوله خوښوي

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي ځواکونو له افغان ملي ځواکونو سره په ګډه په کندوز ولايت کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې عملياتو په پايله کې د طالبانو مهم قوماندان او د کندوز لپاره د دوى لخوا ټاکل شوى والي ملا عبدالسلام له څلورو نورو وسله والو ووژل شو.

امريکايي ځواکونو ويلي چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سرچينې زياته کړې چې ملا سلام د کندوز خلک ډېر  ځورولي وو او ستونزې يې ورته پيدا کړې وې، پر ملکي  او غير نظامي خلکو يې بريدونه کول  او پلونه يې ويجاړول .

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن ويلي ملا سلام  او د هغه وسله والو له ډېرې مودې راهيسې د کندوز خلکو ته مالي او ځاني زيانونه رسولي.

هغه زياته کړې : (( د ملا سلام تر وژل کېدو وروسته طالبانو ته يو چانس ورکوي  چې خپل چلند کې بدلون راولي، ځکه چې د افغانستان خلک سوله خوښوي او د افغانستان حکومت ژمن دى  چې د خبرو اترو له لارې سوله رامنځته کړي. ))

د هغه په وينا، طالبان بايد پوه شي چې د مخکې تګ يوازينۍ لاره سوله او پخلاينه ده.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي چې په کندوز ولايت کې درې ورځې مخکې ياد هوايي بريد د امريکايي ځواکونو لخوا له افغان ځواکونو سره د ګډو عملياتو پرمهال  ترسره شوى.

سرچينې ويلي چې امريکايي ځواکونه به له خپلو افغان همکارانو سره ګډ کار ته ادامه ورکوي او هغه څوک به په نښه کوي چې د سولې او د افغانانو دښمنان وي.

ملا سلام درې ورځې مخکې د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ووژل شو، ويل کېـږي چې هغه د کندوز ښار په دوه ځلي سقوط کې مهم لاس درلود، وسله والو طالبانو هم پرون د هغه وژنه تاييد کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.