ميمنه (پژواک، ١٠ کب ٩٥): فارياب کې امنيتي چارواکي وايي چې ددې ولايت قيصار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ٥٦ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فارياب ولايت کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل کړوخېل وويل چې نښته هغه مهال د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منڅ پيل شوه چې د وسله والو مخالفينو يوې ډلې د قيصار ولسوالۍ کنجک سيمه کې د ملي اردو سرتېرو پر اکمالاتي کتار بريد وکړ.
نوموړي په ډاګه کړه چې دې نښته کې د يادې ډلې څو قوماندانانو په ګډون ٥٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه چې جګړه کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
همداراز نوموړي زياته کړه چې د راکټ مرميو لګېدو له امله د ملي اردو يو شمېر اکمالاتي موټر يو څه ويجاړ شوي دي.
خو په قيصار ولسوالۍ کې د ملي پوليسو يوه قوماندان وويل چې دې نښته کې د اردو پنځه سرتېري او د بار وړونکو موټرو يو شمېر چلونکي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون څه باندې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يو پيغام کې ويلي چې په دې نښته کې د ملي اردو ١٦ منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دولت څلور ټانکونه او پنځه اکمالاتي موټر ويجاړ شوي دي.
نوموړي دې نښته کې د طالبانو مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن