ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا ځینو ځوانانو د ولور له لوړوالي شکایت وکړ

د پکتیکا ځینو ځوانانو د ولور له لوړوالي شکایت وکړ

author avatar
1 Mar 2017 - 15:09
د پکتیکا ځینو ځوانانو د ولور له لوړوالي شکایت وکړ
author avatar
1 Mar 2017 - 15:09

ښرنه (پژواک، ١١ کب ٩٥): د پکتيکا ځيني ځوانان شکايت کوي چې په سيمه کې د ولور کچه لوړه ده چې له امله يې ګڼ شمېر ځوانان مجرد دي او يا هم د ولور د پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د پکتيکا په ډېرو سيمو کې د ولور کچه له څلور سوه زرو څخه نيولې تر دوه ميليونه افغانيو پورې ده.

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٢ کلن ګل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل د دغه ولايت د زياترو وګړو اقتصادي حالت ښه نه دى، خو د ولور کچه په کې ډېره لوړه ده.

دى زياتوي: ((زموږ په ولسوالۍ کې له شپږ سوه زره څخه نيولې تر دوه ميليونه پورې ولور اخيستل کېږي چې ډېرى ځوانان يې نه شي ورکولاى، نو مجبور دي چې په غير قانوني لارو بهر ته سفر وکړي.))

د هغه په وينا، د دوى د کلي څو هلکان همدا اوس د ولور پوره کولو لپاره دوبۍ، ايران، پاکستان او يا هم نورو هېوادونو ته تللي دي.

دغه راز د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٤ کلن خان وکيل هم پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د لوړ ولور له امله ډېرى ځوانان مجرد دي.

نوموړى زياتوي: ((د همدې لوړ ولور له امله ډېرى وخت ځوانان اړ کېږي چې نجونې وتښتوي او ځان ته دښمنۍ جوړې کړي.))

د مرکز ښرنې اوسېدونکي ١٨ کلن سيد نور پژواک ته وويل: ((په دې ولايت کې کار او روزګار نشته، زياتره ځوانان وزګاره ګرځي، نو د ولور پيسې به له کومه کړي.))

د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٠ کلن وحيدالله پژواک ته وويل: ((زه دا څلور کاله کېږي چې نامزد يم خو د لور پيسې مې تر اوسه نه دي پوره کړي.))

هغه وويل چې د خسرګنۍ يې پر ٨ سوه زره افغانۍ ولور ايښى چې د پوره کولو په موخه يې دى اړ دى بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي.

دا او ځينو نورو ځوانانو له حکومتي چارواکو او قومي مشرانو وغوښتل چې دې ستونزې ته اساسي حل لار پيدا کړي.

بل لور ته د مټاخان ولسوال ښايسته خان اخترزاده پژواک ته وويل چې په پکتيکا کې تر ټولو لويه ستونزه لوړ ولور دى چې په ټولنه يې بدې پايلې رامنځته کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.