کندهار (پژواک، ١١ کب ٩٥): د کندهار- هرات پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان مړه شوي او یو ټپي شوی دی.
پېښه د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په ساحه کې نن (د کب ١١مه) له غرمې وروسته په شاوخوا دوه نیمې بجې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، ترافیکي پېښه د یوه سراچه موټر او یوه ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه، سراچه موټر چې ښځې، ماشومان او نارینه په کې سپاره وو، له هراته کندهار ته روان و او ټېلر موټر چې اوړه په کې بار وو، د هلمند پر لور روان و چې د لارې په اوږدو کې یې ټکر کړی او سراچه موټر اور اخیستی دی.
دی وايي، په دې پېښه کې ۴ نارینه، ۲ ښځې او ۲ ماشومان سوځېدلي او مړه شوي او یو تن چې ټپي و، ژغورل شوی او د درملنې لپاره د کندهار ښار میرويس روغتون ته راوړل شوی دی.
بلخوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي چې د پېښې د څېړنې په موخه د ترافیکو مدیریت یو ټېم ساحې ته لېږل شوی چې پېښه وڅېړي.
په دې وروستیو کې له کندهاره پر غځېدلو لویو لارو یو ځل بیا ترافیکي پېښې ډېرې شوې چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترافيکي اصولو نه مراعاتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت د ترافیکي پېښو د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن