ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه، بادغيس او فارياب کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه، بادغيس او فارياب کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Mar 2017 - 16:54
په فراه، بادغيس او فارياب کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Mar 2017 - 16:54

فراه (پژواک، ١١ کب ٩٥): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ او د بادغيس ولايت په مرکز کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې بلخوا د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې چاودنې دوه پوليس وژلي او يو ټانک يې ويجاړ کړى دى.

د فراه امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالمعروف فولاد وايي چې تېره شپه ګڼ شمېر طالبانو د کنسک سیمې د پولیسو پر پوستو ډله ييز برید وکړ چې په ترڅ کې يې دوه پوليس ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر دېرشو ډېر وسله والو طالبان وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

دى وايي چې د طالبان د ټپيانو په اړه کره معلومات نه لري.

د کنسک يو اوسېدونکى غوث الدین وايي، د ده د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې ٧ پوليس وژل شوي او وسله والو طالبانو د پوليسو يو ټانک هم له ځان سره بيولى دى.

غوث الدین د طالبانو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه: "په سیمه کې د طالبانو مړي نه ښکاری خو د کنسک په کوڅو کې د وینو رد معلومیږي چې طالبانو په شپه کې خپل مړي او تپیان لیږدولي دي."

وسله والو طالبان ادعا کوي چې په ياد بريد کې يې د دولتي ځواکونو دوې پوستې نيولې او له دولتي ځواکونو څخه پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

طالبان په دې نښته کې د خپلو کسانو مرگ ژوبله ردوي.

د يو بل خبر له مخې، د بادغيس د ولايتي شورا غړى فريد اخي زى وايي چې نن سهار د بادغيس د مرکز اړوند په ملمنجي سيمه کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته کې پنځه طالبان او پوليس وژل شوي دي.

خو د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج په دې نښته کې د پوليسو وژل ردوي.

خو نن له غرمې مخکې د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او د پوليسو يو ټانک له منځه تللى دى.

د دولت اباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو د دې ولسوالۍ په شيخانو سيمه کې رامنځته شوه او ياد ټانک د ګزمې پر مهال پر سړک ځاى پر ځاى شوي ماين والوځاوه .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.