ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوبۍ په ګلفوډ نندارتون کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو د نړیوالو پام ځان ته جلب کړ

د دوبۍ په ګلفوډ نندارتون کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو د نړیوالو پام ځان ته جلب کړ

author avatar
2 Mar 2017 - 19:07
د دوبۍ په ګلفوډ نندارتون کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو د نړیوالو پام ځان ته جلب کړ
author avatar
2 Mar 2017 - 19:07

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٥): د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې افغانستان خپل کرنيز توليدات نندارې ته وړاندې او د صادراتو يو شمېر قراردادونه يې لاسليک کړل.

د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې  په مرسته د افغانستان د سابو، د تازه او وچو مېوو، مغزیاتو، زعفرانو او د مېوې اوبو ٢٤ سوداګرانو د ګلفوډ نندارتون کې چې د خوړو او میلمه‌پالنې برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی کلنی نندارتون دی، خپل تولیدات نندارې ته وړاندې او د صادراتو لوی قراردادونه یې لاسلیک کړل.

سرچينه کاږي، دغه نندارتون چې ځان ته یې له ۹۰۰۰۰ نه ډېر کسان راجلب کړي وو، د کب له ٧مې تر ١٤مې نېټې پورې د دوبۍ نړیوالې سوداګرۍ مرکز کې جوړ شوی و او د افغانستان عمده صادراتي توکو په اړه د پوهاوي لوړولو او د افغان سوداګرانو د بازارموندنې مهارتونو ودې کې یې مرسته وکړه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محمد قربان حقجو د دغه نندارتون په اړه ويلي، د ګلفوډ نندارتون د افغانستان لپاره له مهمو نړیوالو نندارتونونو څخه یو دی، ځکه چې کرنه د افغانستان د ناخالصه تولیداتو ۴۰ سلنه او د صادراتو خورا لویه برخه جوړوي.

د هغه په وينا، د ګلفوډ نندارتون کې لاسلیک شوي قراردادونه او ټینګې شوې اړیکې به پېرودونکو ته دا پیغام ورسوي، چې افغانستان د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو توکو لپاره د نړیوالو غوښتنې پوره کولای شي.

د خبرپاڼې په حواله، د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې د افغانستان سوداګرۍ او عوایدو پروژې، د سوېل زون سیمه ييزې کړنې ودې پروګرام او سوداګریزې بڼوالۍ او کرنې پروګرام د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صادراتو ودې ادارې سره په همغږۍ سوداګران غوره کړل.

سرچينه زياتوي، غوره شوي افغان سوداګران له ۱۲۰ هېوادونو څخه د خوړو او مشروباتو ۵۰۰۰ نه ډېرو سوداګرانو سره یوځای شول.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر په دي اړه ويلي: «موږ د یو باثباته کرنیز اقتصاد او د هېواد کروندګرو او سوداګرو لپاره د بازار لاس‌رسي په موخه له خپل ملګرو سره په یوې اوږدمهالې تګلارې باندې کار کوو.»

د هغه په خبره، د ګلفوډ په نندارتون کې د افغانستان ګډون د بازار لاس‌رسي او د لوړې کچې پلور لپاره، چې د لوړ ارزښته محصولاتو د ارزښت کړۍ دورې کې ډېر مهم رول لوبوي، ډېر ارزښتناکه دی.

ده زياته کړې، په دغه شان مراسمو کې ګډونوال زموږ کروندګرو او سوداګرو سره د کرنې سکتور تازه معلوماتو ترلاسه کولو، اړیکو ټینګولو او د سوداګریزو قراردادونو ترلاسه کولو برخو کې مرسته کوي.

د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې رئیس هربرټ سمیټ په دي اړه ويلي، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته مخ په ډېرېدو اړتیا سره، همګامه د هوایي کارګو له لارې په ګډون د صادراتو زیاتولو هڅو څخه ملاتړ کوي. د ګلفوډ په سږکال نندارتون کې ګډونک وونکي افغان سوداګر د دغې ستراتیژۍ په لومړۍ لیکه کې دي.

دى وايي: «افغاني تولیداتو ته د نړیوالو پېرودونکو خورا زیاته لېوالتیا د دغه وچه کې راګیر هېواد د کرنې سکتور او لوجستیکي اکمالاتو او زېر‌بناوو لپاره د پانګو جلبولو لپاره ډېر مهم دی.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.