کابل (پژواک، ١٣کب ٩٥) : په لغمان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله نهه تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې دغه پېښه نن د کب په ١١مه رامنځته شوې ده .
د هغه په خبره،چې ياده پېښه د کابل – ننګرهار پرلويه لار د لغمان ولايت په اړونده سيمه کې رامنځته او له امله يې نهه تنه ټپيان شوي دي، نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزييات نه په ډاګه کړي.
هغه وايي چې ټپيان روغتون ته لېږل شوي ، خو نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي .
پر ياده لار د موټرچلونو د بې احتياطۍ، ګړندي تګ ، او لارې د خربوالي له امله زياتره وخت دغه ډول ترافيکي پېښې رامنځته کيږي او د موټرو مسافرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن