ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نشه يي توکو  د روږدو کسانو زياتېدا کندوزيان اندېښمن کړي دي

په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتېدا کندوزيان اندېښمن کړي دي

author avatar
5 Mar 2017 - 19:46
په نشه يي توکو  د روږدو کسانو زياتېدا کندوزيان اندېښمن کړي دي
author avatar
5 Mar 2017 - 19:46

کندوز (پژواک،١٥کب ٩٥): د کندوز ځيني اوسېدوونکي وايي، په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زياتېدل، خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي او دولت بايد د هغوى راغونډولو ته جدي پاملرنه وکړي.

په کندوز کې د ايمل په نوم يوه محصل، پژواک خبري اژانس ته وويل، په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي چې کندوزيان يې اندېښمن کړي دي.

نوموړي وويل: "موږ له پوډريانو څخه اندېښمن يو، غلاوې کوي، د شپې پرمهال له موټرو څخه غلاګانې کوي؛ يوه ستره ستونزه طالبان دي او بل يې پوډريان، دولت بايد د دې درملنې ته جدي پاملرنه وکړي."

د کندوز بل اوسېدونکي ٣٥کلن فيروز وويل، په نشه يي توکو روږدي کسان کله ناکله له کورونو څخه غلاوې کوي چې څه موده وړاندې، روږدو کسانو د خپل ګاونډي له کوره ٩ پسونه او د کور سامان غلا کړي وو.

.د کندوز مدني فعال فريد په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زياتېدا په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ويې وويل، د روږدو کسانو له امله کندوز اوسېدونکي يوه دقيقه هم خپل ور پرانيستى نه شي پرېښودى.

خو د کندوز روږدې کسان د خپلې روږدتيا لامل، بېوزلي، وزګارتيا او اقتصادي کمزوري په ګوته کوي او د درملنې له سنبالو مرکزونو له نه شتون سرټکوي.

يو روږدى چې ځان يې عبدل معرفي کړ، وويل: "وزګار وم، ايران ته ولاړم، هلته چې کله وزګارېدم، ملګرو مې چې هيرويين څکول، ما ته يې هم راکول او درې کاله کېږي چې زه هم روږدى شوى يم."

نوموړي د دې مطلب په بيانولو سره چې نشه يي توکي د کندوز له مرکز څخه له ستونزې پرته ترلاسه کوي، دولت يې په بې پاکۍ تورن کړ او زياته يې کړه، چې ځوانانو ته د کار نه شتون د دې لامل شوى چې ځوانان په نشو اخته شي.

د کندوز سيمه ييزو مسوولينو په دې ولايت کې د روږدو کسانو زياتېدا تاييد کړه او ويې ويل، د تېرکال په پرتله د معتادانو شمېر زيات شوى دى.

د کندوز له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر عبدالبصير مرشد په  دې ولايت کې د روږدو کسانو شمېر په ډاګه نه کړ؛ خو ويې ويل چې د تېرو کلونو شمېرو له مخې، څه باندې ٣٠زره روږدي کسان موجود وو؛ خو په دې اړه تازه سروې نه ده شوې.

نوموړي زياته کړه: "موږ سره د تېرو دوو کلنو شمېرې شته، شاوخوا ٣٠زره په نشو روږدي کسان موجود دي؛ خو په تېرو دوو کلنو کې ښايي دا شمېرې زياتې شوې وي، امکان لري کندوز کې د روږدو کسانو شمېر له ٣٠زرو څخه زيات وي.

کندوز ولايت کې د نشه يي توکو روږدوکسانو درملنې ٥٠ بستريز روغتون مشر ډاکټر قدوس مياخېل  وويل، د دې ولايت معتادينو روغتون له ٢٠ بسترو څخه ٥٠ بسترونو ته لوړ شوى دى چې هر کال ٤٠٠ کسان دې روغتون کې تداوي کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.