ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ايرلينډ ته د کرکټ په لومړۍ شل اووريزه نړيواله لوبه کې ماتې ورکړه

افغانستان ايرلينډ ته د کرکټ په لومړۍ شل اووريزه نړيواله لوبه کې ماتې ورکړه

author avatar
8 Mar 2017 - 16:47
افغانستان ايرلينډ ته د کرکټ په لومړۍ شل اووريزه نړيواله لوبه کې ماتې ورکړه
author avatar
8 Mar 2017 - 16:47

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٥) : افغانستان د کرکټ په لومړۍ شل اووريزه نړيواله لوبه کې ايرلينډ ته ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه نن د هندوستان د پلازمېنې نوي ډيلي د ګريټرنواډا په لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه ،د ايرلينډ لوبډلې ددې لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.

د ايرلينډ لوبـډلې لومړۍ ډېره تېزه لوبه پيل کړه، خو وروسته دراشد خان د ښې توپ اچونې له امله يې د منډو لړۍ سسته شوه او په ټاکل شوو ٢٠ اوورونو کې د پنځو  لوبغاړو په سوځېدو يې ١٦٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٦٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري حمزه  هوتک دوه او راشد خان يو لوبغاړى وسوځول ، خو محمد نبي، شاه پور ځدراڼ او کريم جنت د کوم لوبغاړي په سوځولو کې پاتې راغلل.

د کرکټ ملي لوبډلې د ايرلينډ لخوا ورکړل شوى هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوورو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري سميع الله شينواري ٥٦، شهزاد ٤٧، نجيب ترکي ٢٧ او اصغر ستانکزي ١٩ منډې جوړې کړې.

سميع الله شينوارى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ددې لوبې نندارې ته په هندوستان کې مېشتو سلګونو افغانانو ، محصلينو او د افغانستان سفير ابدالي ورغلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.