ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې اور لګېدنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات کې اور لګېدنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
8 Mar 2017 - 11:33
هرات کې اور لګېدنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
8 Mar 2017 - 11:33

هرات ښار (پژواک، ١٨ کب ٩٥): په هرات ښار کې د اور لګېدنې له امله يو کس مړ شوى او يو بل ټپى دى.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٧ بجې د هرات ښار د ١٢مې ناحيې اړوند د مولوي صاحب د تېلو ټانک په سيمه کې د اور لګېدنې پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((دغه اورلګېدنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې يو ټانکر لرونکي غوښتل تېل په بېرلو کې خالي کړي نو سمه پاملرنه یې نه ده کړې او اورلګېدنه رامنځته شوې ده.))

هغه زياته کړه چې د دې پېښې له امله يو کس مړ شوى او يو بل ټپى دى چې ټپي روغتون ته انتقال شوى دى.

ده زياته کړه چې په دې پېښه کې يوازې ټانکر سوځېدلى او نور مالي زیان يې نه دی رامنځته کړی.

د سيمې يوه اوسېدونکي غلام سعيد پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې هم په دې سيمه کې څو ځلې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.

سعيد ياده پېښه تاييد کړه خو په اړه يې نور جزئيات نه درلودل.

ده زياته کړه چې اړوند مسوولين بايد د نفتي توکو او ګازو شرکتونو لپاره له ښار څخه د باندې ځاى جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.