غزني ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٥): د غزني د پنځو ولسواليو ولسوالان د نا امنیو له امله دندو ته نه ځي چې دغه کار خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
په یادو ولسواليو کې اجرستان، رشيدان، ګيرو، واغظ او زنخان شاملې دي.
د غزني د واغظ ولسوالۍ د ګوډلو سيمې اوسېدونکي محمدالله د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې ولسوال يوازې دوه ځلې دندې ته حاضر شوى دى.
هغه وايي چې ولسوال ډېری وخت د غزني په مرکز او کله هم په کابل کې وي او خلک مجبور دي د خپلو رسمي چارو خلاصولو په موخه په ولسوالي پسې وګرځي.
ده زياته کړه: ((خلک مجبور دي چې خپل کار د خلاصولو په موخه غزني ښار ته راشي، دلته هم بيا په ډېر مشکل يا ولسوال پيدا کوي او يا نه، په شپو- شپو خلک ورته پراته وي چې دا يو لوى مشکل دى.))
دغه راز د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله هم پژواک ته وويل چې له کلونو راهیسې ولسوال په ولسوالۍ کې نه وي.
د هغه د معلوماتو له مخې، شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په دې ولسوالۍ کې عمليات ترسره شول، له عملیاتو وروسته ولسوال یوازې پنځه ورځې ولسوالۍ کې حاضر و.
ده زياته کړه: ((له هغه وروسته مو ولسوال په سترګو نه دى ليدلی، خلک تذکرې ته ضرورت لري، د ځمکو ستونزي وي، نور مشکلات دي خو ولسوال نه شو پيدا کولاى.))
هغه وويل چې دغه ستونزه يې څو ځلې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.
د رشيدانو، اجرستان او زنخان ولسوالۍ هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل: ((موږ بېخي خبر نه يو چې اجرستان ولسوال لري او که نه، زموږ چې کوم رسمي کار پیدا شي نو خلک غزني ښار ته ځي او هلته خپل مشکل حل کوي.))
يادو کسانو له سيمه ييزو او حکومتي چارواکو غوښتنه کوله چې دغه ستونزه يې هواره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن