ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د يوې ناروغۍ له امله لسګونه څاروي تلف شوي

ننګرهار کې د يوې ناروغۍ له امله لسګونه څاروي تلف شوي

author avatar
11 Mar 2017 - 17:13
ننګرهار کې د يوې ناروغۍ له امله لسګونه څاروي تلف شوي
author avatar
11 Mar 2017 - 17:13

جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ٩٥): د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې له تېرو اوو ورځو راهیسې د یوې ساري ناروغۍ له امله لسګونه څاروي تلف شوي دي .

د دوربابا ولسوال حاجي همېشه ګل د کب په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ګړوکو، زنګورا او څڅوبي سيمو کې د يوې ساري ناروغۍ له امله تر ۱۵۰ ډېر څاروي چې کچرې او نور په کې شاملېږي، مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه ناروغي له تېرو اوو ورځو راهيسې رامنځته شوې او هره ورځ په اوسط ډول تر پنځلسو کچرې مړې کېږي.

ولسوال وايي، دغه ناروغي په نورو څارويو کې هم ليدل شوې او که يې مخه ونه نيول شي؛ نو ښايي خلکو ډېر زيان واوړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې په دوربابا ولسوالۍ کې يوې ساري ناروغۍ په دې ولسوالۍ کې لسګونه څاروي چې اسونه، کچرې، مرغان او نور شامل دي، مړه کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ننګرهار والي د کرنې او مالدارۍ رييس ته لارښوونه کړې څو په یاده ولسوالۍ کې د پېښې شوې مرګونې ناروغۍ د مخنیوي په موخه جدي اقدامات وکړي .

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفیع الله رحيمزي هم پژواک سره د خبرو پر مهال په ياده ولسوالۍ کې د لسګونه کچرو د مړينې خبره تاييد کړه خو دا چې د مرګوني ناروغۍ له امله څارویو ته تلفات اوښتي، وايي تر اوسه يې معلومات نشته.

هغه وويل، په دې ولسوالۍ کې پر کچرو قاچاق کېږي او اوس چې لارې بندې شوې دي، په کچرو کار لا ډېر شوی چې د ډېر کار له امله مړې شوې دي.

خو د رحيمزي په وينا، ، بيا يې هم د مړه شوو کچرو وينه د معايناتو په خاطر کابل ته لېږلې او که ثابته شي چې ساري ناروغي ده؛ نو دوی يې د واکسين لپاره پوره چمتووالی لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.